پېښور 24 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان تهنكرز فورم او د نظريه پاكستان فورم په شركت د پېښور په پرسټن پوهنتون كښې د قائداعظم د زېږدنې ورځې په مناسبت يو سېمينار وشو چې مشري ئې د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر انور حسن وكړه۔ پھ دې موقع خاص مېلمه د پاكستان تهنكرز فورم مركزي چيئرمېن او د نظريه پاكستان فورم صدر ملك لياقت علي تبسم و۔ په سېمينار كښې ډاكټر عدنان سرور او كرنل ﴿ر﴾ ظفر ګل د مېلمنو وېنا كوونكو په توګه ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د بېلا بېلو سكولونو او كالجونو زده كوونو ملي نغمې وړاندې كړې۔ په خپل وېنا كښې وېنا كوونكو ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د وفات نه پس هېواد د يو ا يماندار او مخلص لارښود څخه محروم شو۔ دوي ووئيل چې د قائد په فرمان ايمان٬ اتحاد او تنظيم عمل كولو سره د هېواد د چېلنجونو څخه ايستل كېدے شي۔