قائداعظم بين الصوبائي لوبې به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) دوهمې قائداعظم بين الصوبائي لوبې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په پاكستان سپورټس كملېكسِ٬ اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ په دې لوبو كښې ګډون كولو لپاره لوبډلې اسلام آباد ته راروانې دي او د لولو لپاره ښه چمتووالې نيول شوے۔ د پاكستان سپورټس بورډ دوهم ډائرېكټر جنرم منصور احمد كوم چې د امنيتي او د هركلې د كمېټې چيئرمېن هم دے٬ ووئيل چې دې لوبو لپاره د امنيت ټول انتظامات ترسره كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې دا به مثالي لوبې ثابتې شي۔ ده ووئيل چې په لوبو كښې به د ټول هېواد څخه اته لوبډلې د لوبو په بېلا بېلو مقابلو كښې برخه اخلي٬ په دې لوبډلو كښې د پنجاب٬ سندھ٬ بلوچستان٬ خېبر پښتونخوا٬ اسلام آباد٬ فاټا٬ آزاد جمو كشمير او د ګلګت بلتستان لوبډلې شاملې دي۔