د قائداعظم 142مه سالګره به په روايتي جوش و خروش ﴿نن﴾ لمانځلې شي

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح 142مه سالګره به په روايتي جوش و خروش ﴿نن﴾ د ګل په ورځ لمانځلې شي۔ د قائد د سالګرې په موقع به په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي۔ د اطلاعاتو وزارت سږ كال د قائداعظم د زېږدنې ورځ زمونږ قائد ټائټل سره د لمانځلو پرېكړه كړې۔ د قائداعظم د زېږدنې په ورځ به خاص دستورې كولې شي٬ په ټي وي او ورځپاڼو كښې به خاص پروګرامونه ټيلي كاسټ او ضميمې خپرولې شي۔ په تعليمي ادارو كښې به د قائد په وېژن او د هغه په خدماتو رڼا اچولو لپاره خاص دستورې٬ سېمينارونه٬ مذاكرې٬ نندارتونونه او شوز كولې شي۔ د ورځې په پېل كېدو به د قائد په مزار قرآن خواني كولې شي او په مزار به د ګارډز د بدلون دستوره كېږي۔ په مهمو سركاري ودانيو به قومي بېرغ هسكولې شي٬ د دې ورځې په ښه ډول د لمانځنې مقصد ځوان كول د قائداعظم د افكارو او نظرياتو نه خبرول دي۔ قائداعظم محمد علي جناح په خپلو سياسي او جمهوري هڅو د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن خوب ته تعبير وركړے و۔ د دې ورځې په مناسبت به رياستي مېډيا د خاص پروګرامونو اهتمام كوي۔ په رياستي ټي وي به د هغه په ژوند خاص دستاوېزي پروګرامونه هم ټيلي كاسټ كولې شي۔