د اولس مشر ممنون حسېن د 6 هېوادونو د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه وېنا

APP03-24 ISLAMABAD: December 24 – President Mamnoon Hussain addressing the 1st Speakers' Conference in the Federal Capital. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان٬ اېران٬ چين٬ تركيې٬ روسيې او افغانستان جعرافيه٬ شريك اقدار او خيالات او يو ډول حالات د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو پراخا موقعې وركوي٬ زمونږ جعرافيائي قربت د تاريخ د اړخ بدلولو صلاحيت لري٬ ترهګرې د منطقې يو شمېر هېوادونو لپاره ستونزې پېدا كړې دي٬ پاكستان د ترهګرې له امله تر ټولو زيات ځپل شوې هېواد دے٬ د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره زمونږ ګاونډي هېوادونه زمونږ د وسله والو ځواكونو د خاص تجربې او پوهې څخه استفاده كولې شي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره مونږ خپلو ټولو دوستانو سره په اخلاص د مرستې كولو وړاندېز كوو۔ د اتوار په ورځ د 6 هېوادونو د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو په مهال اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د منطقې د مهمو دوستانو او د وروڼو هېوادونو د سپيكرانو كوربتوب ما لپاره د خوشحالې خبره ده۔ زه د اسلام آباد په ښائسه فضاګانو كښې تاسو ټولو ته د زړه له كومي هركلې وايم٬ زه هيله لرم چې دا كنفرنس به د منطقې د چېلنجونو په مخ نيوي او د سيمه ايز پرمختګ او خوشحالې د موقعو څخه په استفاده كولو كښې ډېر ګټور ثابت شي ځكه چې په دې موقع ستاسو يو بل سره ليدنه او مشورې به په يو بل د لا ښه پوهېدلو او د مرستې د نويو امكاناتو د دروازو پرانستلو ذريعه جوړې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د پاكستان٬ اېران٬ چين٬ تركيې٬ روسيې او افغانستان جعرافيه٬ شريك اقدار او خيالات او يو ډول حالات د اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو پراخا موقعې وركوي٬ زمونږ جعرافيائي قربت د تاريخ د اړخ بدلولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې سړكونه او رېلوے لائنز منطقه د پاكستان د لارې ټولې نړې سره نښلوي۔ د زمكي لارو دا نېټ ورك به د يوې منطقې يوې لويې لارې په نتيجه كښې د نړۍ بېلا بېلې منطقې يو بل ته نزدې كړي۔ د اقتصادي لارې پشان آپټك هائي وے به مواصلاتي رابطې لا اسانې كړي۔ په دې پس منظر كښې زه ګڼم چې د اولس د ريښتينو نمائندګانو په حېث به دا اجتماع د دې امكاناتو څخه استفاده كولو او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په لړ كښې ګټور تجويزونه وړاندې كړي۔ اولس مشر ووئيل چې د بېلا بېلو منطقو او تهذيبونو په سنګم پاكستان په دې لړ كښې ښه كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل چې مونږ د منطقې ټولو هېوادونو ته په اقتصادي لار كښې د ګډون كولو بلنه وركوو۔ ده ووئيل چې دا منطقه چې د كوم اقتصادي استحكام او خوشحالې خوب ويني٬ د دې تعبير سيمه ايز امن٬ استحكام٬ په سوله اوسېدو او يو بل سره د خېر ښېګړې پاكې جذبې سره مشروط دے۔ د دې جذبې له مخې پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په اخلاص غېر مشروط مرسته كړې ځكه چې مونږ ګڼو چې په افغانستان كښې استحكام سره د ټولې منطقې امن تړون لري۔ دا يو داسې شريك خواهش دے چې ترلاسه كولو لپاره به ئې مونږ په جدي هڅو كښې پوره مرسته كوو۔ مونږ ګڼو چې د سرحدي نګرانې فعاله نظام به په دې لړ كښې موثر ثابت شي۔ اولس مشر ووئيل چې تاسو ته معلومه ده چې ترهګري يو داسې مسئله ده چې د منطقې په يو شمېر هېوادونو كښې ئې ستونزې راپېدا كړې دي٬ پاكستان د دې څخه تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے۔ د تېرو څو كلونو په مهال د ترهګرې له امله د اويا زرو څخه زياتو پاكستانيانو د خپل ژوند قربانې وركړې دي او مونږ د يو سل شل اربه ډالرو مالي زيان هم زغملې۔ د دې صورتحال مخ نيوي لپاره پاكستان جامع اقدامات كړي دي چې پكښې د نېشنل اېكشن پلان له مخې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې يو شمېر كارروائې شوې دي او دغسې د ضرب عضب عملياتو له مخې په قبائيلي سيمو كښې موثره كارروائي وكړې شوه۔ د پاكستاني حكومت د دې اقداماتو په نتيجه كښې د ترهګرو ملا ماته شوې٬ زه ګڼم چې ډېره زر به دا مسئله په مكمل توګه ختم شي۔ اولس مشر ووئيل چې د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره زمونږ ګاونډي هېوادونه زمونږ د وسله والو ځواكونو د خاص تجربې او پوهې څخه استفاده كولې شي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره مونږ خپلو ټولو دوستانو سره په اخلاص د مرستې كولو وړاندېز كوو۔ اولس مشر ووئيل چې د اولس د خپلواكې حق او د بنيادي حقونو سلب كولو په نتيجه كښې ستونزې پېدا كېږي او د دې يو ژوندې مثال د كشمير مسئله ده چې د كوم ځائ اولس چې د تېرو اوو لسيزو څخه د خپلو بنيادي حقونو نه محروم دي۔ پاكستان ګڼي چې دې مسئلې د نيمې وچې امن په داؤ لګولې دے۔ ځكه ضروري ده چې دا پخوانې مسئله د كشميري اولس او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په سمدستي توګه حل كړے شي چې دغسې د دې منطقې څخه د جنګ وريځې پاسي۔ اولس مشر په آخر كښې يو ځل بيا پاكستان په راتګ د ټولو هركلې وكړو او د سپيكرانو د كنفرنس پرانسته ئې وكړه۔