د پېنډې آرټس كونسل تر سيوري لاندې د قائد د زېږدنې ورځې په مناسبت تصويري مقابلې

پېنډې 23 دسمبر (اے پي پي) د پېنډې آرټس كونسل تر سيوري لاندې د قائد د زېږدنې ورځې په مناسبت د ځوانانو فنكارانو ترمېنځه د قائداعظم محمد علي جناح د تصوير جوړولو مقابلې وشوې۔ د پنجاب اسمبلې غړې زېب النسا اعوان په دې موقع خاص مېلمنه وه۔ د ځوانانو فنكارانو انځورګرانو نه علاوه په دې مقابله كښې د تعليمي ادارو زده كوونكو هم برخه واخسته۔ په دې موقع د پنجاب اسمبلې غړې زېب النسا اعوان د انعاماتو وركولو دستورې ته وېنا هم وكړه او وې وئيل چې د قائد احسان مونږ تر قيامت نه شو هېرولې۔ هغې د آرټس كونسل دا اقدام وستائيلو۔ د مقابلو دا لړې به د دسمبر تر 25مه نېټه روانه وي۔ په مقابله كښې وړومبې پوزيشن هاجره وحيد٬ دويم قاضي عاقب٬ دريم فرخ جميل او څلورم پوزيشن وحاج احمد ترلاسه كړو