اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي وئيلي دي چې قائداعظم د دهرنا كولو يا د كوم سړك بندولو نه بغېر انګرېز او هندو سامراج ته ماتې وركړې وه٬ قائد په سوله ايز او مهذب ډول د اصولو او نظريې جنګ وګټلو٬ د قائد د مزار د تزئين او ارائش په لويه پروژه كار كوو٬ د آزادې حفاظت به د ذمه وارې احساس سره كول وي٬ په اجتماعي او انفرادي رويو كښې به د قائد د اصولو پابندي كول وي۔ ده دا خبرې د قائد اونۍ د دستورو په لړ كښې په ايوان قائد كښې دستورې ته د وېنا كولو او خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ عرفان صديقي ووئيل چې د قائداعظم د ژوند پاڼه پاڼه مونږ لپاره د لارې مشال ده٬ د هغه په هڅو كښې مونږ لپاره لويه لارښونه ده٬ ده ووئيل چې د قائداعظم طرز عمل مونږ ته ښائي چې بايد زمونږ مشرانو څنګه وي۔ عرفان صديقي ځوانانو ته ووئيل چې هغوي دې د علامه اقبال او د قائداعظم د فرموداتو په رڼا كښې زده كړې ته پام وكړي۔ په دستوره كښې د سكولونو زده كوونكو د قائداعظم د ژوند٬ افكارو او د تحريك پاكستان په اړه خاكې او ملي نغمې وړاندې كړې او تقريري مقابله هم وشوه۔ د وزيراعظم سلاكار دوي ته سندونه وركړل او د انتظام كوونكې هڅې ئې وستائيلې۔