
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د زېږېدنې ورځې په مناسبت به پي ټي وي خاص خپرونې وړاندې كوي۔ په دې لړ كښې پي ټي وي “همارا قائد” په سرخط به په 25م دسمبر ټوله ورځ خاص خپرونې وړاندې كوي چې پكښې به د قام باب پحقله پروګرام٬ خاص لوبې او ملي نغمې وړاندې كېږي۔ د پي ټي وي په بېلا بېلو پروګرامونو كښې د قائد پحقله پروګرامونه شامل كړې شوې۔ په خاص خپرونو كښې به د فريحه پروېز٬ راحت فتح علي خان په آواز ملي نغمې هم وړاندې كولې شي۔ د پاكستان ټېلي ويژن مېنجنګ ډائرېكټر سردار احمد نواز سكهېرا به د دې خپرونو خاص نګراني كوي۔ د يادونې وړ ده پي ټي وي ته دا اعزاز ترلاسه دے چې په هره موقع ئې د كتوونكو د هيلو ترجماني كړې ده۔ په ځوانانو كښې وطن سره د مينې جذبې ته وده ٬ د پاكستان د نظرياتي پولو حفاظت او د ختيز د رواياتو پالنه د دې قامي چېنل تل امتياز پاتې دے۔