كرائسټ چرچ 23 دسمبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه په كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ د درې يو ورځنو مېچونو په دې سېريز كښې د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د دې څخه وړاندې د نيوزي لېنډ لوبډلې د وېسټ انډيز لوبډلې ته د دوه ټېسټ مېچونو په سېريز كښې هم ماتې وركړې وه۔