اسلام آباد 15 جون(اے پی پی ) د مسلم ليګ (ن) لارښود سناتور مسعود مجيد وئېلي دي چې د افغان كډوالو تر خپل هېواد ته ستنېدو ترهه ګري ختمېدې نه شي٬نادرا دې د قامي شناختي كارډونو د تصديق عمل تند كړي٬بايد د طورخم پھ پوله مانيټرنګ نظام سخت كړې شي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل زمونږ پھ هېواد كښې لويه شمېره افغان كډوال مېشته دي چې پكښې ځينې په هېواد كښې په بېلو پېښو كښې ككړ دي۔ده ووئيل ترڅو چې افغان كډوال زمونږ په هېواد كښې مېشته دي تر هغه وخت ترهه ګري ختمېدې نه شي٬ځينې سيمو كښې د افغان كډوالو لخوا د نادرا څخه د قامي شناختي كارډ جوړولو اطلاعات هم رامخې ته شوي دي٬ده ووئيل وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د قامي شناختي كارډونو د تصديق امر كولو سره يو ښه كار كړې٬ اوس دې نادرا د قامي