اسلام آباد 15 جون(اے پی پی ) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې په نړيوال كچه نرخونو كښې د كمي په وجه د پاكستان د ټېكسټائل برآمدات كم شوي٬راروان كال مالي بجټ كښې برآمدات زياتولو له اقدامات تجويز كړی شوي دي٬يكم جولائي څخه به په پنځه برآمدي څانګو سېلز ټېكس ختم كړې شي٬تر 31 اګست به ټول ټېكس ريفنډز ادا كړې شي٬د معياري تخمونو وركولو له به قانون ډېر زر پارلمان ته راوړلې۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتور ميا عتيق شېخ د پام راګرځونې نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ټېكسټائل څانګه ډېره پراخا ده٬وړومبو لسو مياشتو كښې د دې په برآمدات كښې 7.72 فيصد كمې شوې۔په دې كښې پومبه او دهاګه هم شامل ده