د قام د بابا په فرموداتو عمل كولو سره هېواد د پرمختګ په لوري روانېدې شي۔ د نزهت صادق “اے پي پي” سره خبرې

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) سیاسي او سماجي مشرانو وئيلي دي مونږ له به د قائداعظم محمد علي جناح خواب رښتياﺀ كولو لپاره د خپل اړخ تعين كول وي٬ د قام بابا په فرموداتو عمل كولو سره هېواد د پرمختګ په لوري روانېدې شي٬ د قائداعظم محمد علی جناح د ډېرو خوارو له امله پاكستان وجود موندلې او اوس د پاكستان تحفظ او پرمختګ زمونږ اجتماعي ذمه واري ده ۔ د زيارت په ورځ خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئر پرسن نزهت صادق “اے پي پي” سره خبرو كښې ووئيل قائداعظم محمد علی جناح وژنري لارښود ٶ د قام بابا د خوارو او هلو ځلو له امله په نيمه اوچه كښې مسلمانانو لپاره جلا وطن ترلاسه كړې۔ نزهت صادق ووئيل د قام د بابا په فرموداتو عمل كولو سره هېواد د پرمختګ په لورې روانېدې شي۔ دې ووئيل هېواد ته د پېښو مسئلو هواري له به مونږ له د يوالي څرګندونه كول وي ٫ پاکستان يو اتومي هېواد دے او ډېرې قدرتي پانګې لري ۔ ده ووئېل د تحریك انصاف لارښود افتخار مغل ووئېل قائداعظم محمد علی جناح د كلمه طيبه په بنياد نيمه اوچه كښې مسلمانانو لپاره جلا وطن باوري كړې۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د قائداعظم محمد علی جناح ، علامه محمد اقبال او رحمت اﷲ چوهدري د اصولو له مخې نوي پاكستان لپاره هلې ځلې كوي او د كال 2018 په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره به د قائد وژن مخ په وړاندې بوځي۔ پخواني بېورو كرېټ روئیداد خان ووئيل د کرشمو لرونكې شخصيت قائداعظم محمد علې جناح خپل سياسي هلو ځلو څخه په لكهونو خلق متاثره كړي چا چې تاريخ بدل كړې او په نيمه اوچه كښې ئي مسلمانانو لپاره جلا هېواد جوړ كړے دے۔