اسلام آباد 15 جون (اے پی پی ) انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن لپاره د سېنېټ قائمه كمېتۍ چيئرمېن سناتور شاهي سيد وئيلي دي چې د موبائل كمپنو لخوا د كارډ د لارې د صارفينو څخه د ټېكس وصولي نيغ په نيغه قامي خزانه كښې د جمع كولو كومه تګلاره موجود نه ده۔ د شورو په ورځ په سېنېټ كښې د قائمه كمېټۍ راپور وړاندې كولو څخه وروستو د خيالاتو څرګندونه كولو سره ده ووئيل چې د پي ټي سي اېل بقايا جات مسئله دې حل كړې شي٬د پي ټي سي اېل د ملازمينو د پنشن معامله هم رامخې ته شوې د كوم په سبب چې هغوي پرېشانې سره مخ دي