امن او استحکام پرمختګ سره ژور تعلق لري

APP71-29 ISLAMABAD: November 29 – Interior Minister Ahsan Iqbal addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي امن او استحکام پرمختګ سره ژور تعلق لري٬ قام له به په ګډه هېواد كښې د كركې خاتمه كول وي۔ دا خبره احسن اقبال د پوليس فسېلېټېشن سنټر پرانستې په موقع خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ په لاره روانولو له به مونږ له په ګډه كار كول وي٬ مونږ له به په بېړنۍ توګه د غربت خاتمه كولو او د يو قوي معيشت بنياد كېښودل وي۔ ده ووئيل مونږ له به د قائد په وژن عمل كول وي٬ ھغه غوښتل چې هېواد كښې د ټولو مذهبونو تعلق لرونكې په امن سره اوسي۔ ده ووئيل زمونږ په كليسو٬ امام باړو٬ جوماتونو او درمسالونو بريدونه كېږي۔ ده ووئيل قام له به په ګډه هېواد كښې د كركې خاتمه كول وي٬ پاكستان د پرمختګ په لاره روانولو له به مونږ له په ګډه كار كول وي۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس آئي جي سلطان اعظم تېمورې هم وېنا وكړه۔