د پی اېن سی اے د كوچنيانو څانګې ترسېوري لاندې د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږېدنې ورځ په غوره ډول لمانځلو له به خاص دستورې كولې شي۔

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی) د پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس د كوچنيانو څانګې ترسېوري لاندې د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږېدنې ورځ په غوره ډول لمانځلو له به خاص دستورې كولې شي۔ په دې لړ كښې په 21 دسمبر سهار 10 بجې به پي اېن سي اے آډېټوريم كښې د سكول او كالج زده كوؤنكو ترمينځھ تقريري مقابله وي۔ په 22 دسمبر به هم په دغه وخت ټېبلوز وړاندې كولې شي۔ په 23 ستمبر به سهار 10 بجې هم په دغه ځائې د ملي نغمو مقابله وي۔ په دې مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكي به په 25 دسمبر سهار 10 بجې پی اېن سی اے آډېټوریم كښې كېدونكې مېګاشو كښې د خپل فن څرګندونه كوي او كوچنيانو ته به سرټيفيكېټس او انعامونه وركولې شي