صوابي ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د جے يو آئي مشر مولانا حمد الله جان وئيلي اېم اېم اے به د بېت المقدس او كشمير په شمول په ټولو ستونزو كښې د اولس بشپړه نمائندګي كوي۔ پاكستانې اولس دې په راروانو ټول ټاكنو كښې د اېم اېم اے ملګرتيا وكړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه مولانا حمد الله جان د مسجد ډاګۍ باباجي سلطان خېل پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل بېت المقدس د مسلمانانو اولنۍ قبله ده۔ دې پلو زمونږ نبي كريم (ص) 17 مياشتې مخ كولو سره لمونځ كړې۔ د معراج په شپه ئې دلته د ټولو انبياﺀ كرامو علېهم السلام امامت هم كړې۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ مشرتابه بايد د بېت المقدس په مسئله په فعاله توګه غږ پورته كړي۔