16دسمبر د آرمي پبلك سكول د كوچنيانو قربانۍ يادوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ روان دے۔ پاكستانې قام به دا جنګ ګټي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي 16 دسمبر د آرمي پبلك سكول د كوچنيانو قربانۍ يادوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ روان دے۔ مونږ له به اتحاد ٬ استحكام او يو والې په ځائې ساتل وي۔ د خالي په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل د ترھګرۍ په ضد دا جنګ به مونږ له خپل راروان كول له ګتل وي۔ دښمن زمونږ په صفونو كښې انتشار رامخې ته كولو سره دې څخه ګټه پورته كول غواړي۔ ده ووئيل زمونږ عزم كلك او جذبې ريښتونې دي۔ داخله وزير ووئيل دا جنګ به پاكستانې قام ګټي۔