ايران پاكستان ته په ماتې وركولو اولنے ورلډ بيچ كبډي چيمپئن شپ وګټلو

اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) ايران پاكستان ته په ماتې وركولو اولنے بيچ كبډي چېمپئن شپ ګټلے۔ د ايران په ګيلان ښار كښې د اولني ورلډ بیچ کبډی چېمپئن شپ فائنل مېچ د كوربه ايران او پاكستان لوبډلو ترمينځه اوشو په كوم كښې چې كوربه ايران پاكستان ته د 36 په مقابل كښې به 41 پوائنټس سره ماتې وركولو سره د چېمپئن جوړېدو درناوې ترلاسه كړو۔ په سیمی فائنل مقابلو كښې پاكستان عراق او ايران كينيا ته په ماتې وركولو سره په فائنل كښې ځاے جوړ كړو۔ په چېمپئن شپ كښې 10 هېوادونو برخه واغسته په كومو كښې چې ايران ٬ پاکستان، عراق، کینیا، نیپال، المان، لبنان ، اومان ، ډنمارک او ترکمانستان شامل وؤ۔ د قامي لوبډلې لوبغاړي به سبا د نهې په ورځ هېواد ته رارسي۔ د پاکستان کبډی فېډرېشن صدر چوهدری شافع حسین او عمومي سېكتر سرور رانا په غوره لوبه كولو د قامي لوبډلې لوبغاړو له مباركي وركړې ده۔