د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د تركيې د فلېټ كمانډر او د تركيې د نادرن اېريا كمانډر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل

APP57-12 GOLCUK: December 12 - Chief of the Naval Staff Admiral Zafar Mahmood Abbasi with Commander Turkish Fleet, Vice Admiral Ercument TATALIOGLU at Turkish Fleet Headquarters Golcuk Naval Base. APP

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د تركيې د فلېټ كمانډر وائس اېډمرل اركيومنټ ټېټلي اوګلو او د تركيې د نادرن اېريا كمانډر ريئر اېډمرل ﴿يو اېچ﴾ سكندر يلدرم سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي په كومو كښې چې د شريكې خوښې د وظيفه اي چارو پشمول د بحري شركت او په بحرهند كښې د امنيت په وضعه خبرې شوې دي۔ د پاك بحريه مشر ته د تركيې د فلېډ كمانډ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ ده د ګولكيك نېول شپ يارډ او د تركيې د سمندري بېړې هېبیلیادا دوره هم وكړه۔ د پاك بحريه وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمد عباسي د تركيې په سركاري دوره تللے دے۔ هغه چې كله تركيې فلېټ هېډكوارټرز ګولكېك بېس ته ورسېدو نو د تركيې فلېټ كمانډر د اېډمرل محمود ظفر عباسي هركلې وكړو۔ په دې موقع د پاك بحريه مشر ته اعزازي سلامي وكړې شوه۔ د دې نه پس د پاك بحريه مشر د تركيې د فلېټ كمانډر وائس اېډمرل راكيومنټ ټېټلي اوګلو سره ملاقات وكړو۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي په منطقه كښې مېري ټائم امن او استحكام باوري كولو په لړ كښې د تركيې د سمندري پوځ كردار او خدمات وستائيل۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د ګولكيك نېول شپ يارډ او د تركيې د سمندري بېړې هېبیلیادا دوره هم وكړه۔ د تركيې سمندري بېړې ته په تللو د تركيې د بحريه چټك ډلې هغه ته اعزازي سلامي وكړه۔ د بېړې د دورې په وخت د پاك بحريه مشر د بېړې عملې سره خبرې وكړې او د هغوي وظيفه اي پوهه ئې وستائيله۔ د پاك بحريه مشر ووئيل د پاكستان او تركيې دوستي بې مثاله او ډېره مهمه ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته د قوي اړيكو په سبب ده۔ د پاك بحريه مشر د تركيې د نادرن سي اېريا كمانډر ريئر اېډمرل ﴿يو اېچ﴾ سكندر يلدرم سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په وظيفه اي چارو خبرې وشوې۔ د پاك بحريه مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د دواړو بحريه ځواكونو ترمېنځه د بحري شركت او په دفاعي اړيكو كښې د لا پراختيا او اسحتكام سبب وګرځي