وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د تركيې سفير صادق بابر ګرګن وليدل

APP59-08 ISLAMABAD: December 08 - Sadik Babur Girgin, Turkish Ambassador to Pakistan paid a farewell call on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi at PM office. APP

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د تركيې سفير صادق بابر ګرګن د جمعې په ورځ په وزيراعظم افس كښې د مخه ښې ليدنه وكړه۔ وزيراعظم د ورورلۍ دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام لپاره د تركيې د سفير د هلو ځلو او خدماتو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د تركيې قيادت او د اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو هم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم موده ترسره كوٶنكي سفير لپاره په سباٶن كښې كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د تركيې سفير د خپلې سفارتي مودې په مهال په مېلمستيا او په مرسته كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔