واشنګټن 14 جون (اے پي پي) د امريكې اولس مشر باراك اوباما وئېلي دي چې اورلينډو نائټ كلب كښې ډزې كونكې په انټرنېټ د موجود انتهاخوښي معلوماتو څخه متاثره شوې و۔ قاتل ته د بهر هېواد څخه هدايات نه جاري كېدل خو هغه په جزوي توګه د داعش څخه متاثره ضرور و۔ د امريكائي مېډيا له مخې باراك اوباما په اوول آفس كښې د وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف بي آئي ډائرېكټر سره د ملاقات نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې دا پېښه تېر كال د كيلي فورنيا سان برنارډينو ښار كښې رامخې ته شوې د ډزو پېښې سره نزدې والې لري خو لا بشپړه تفصيلات نه دي رامخې ته شوي