د كال 2015م پاكستان د كال 2013م د پاكستان نه ډېر ښه دے٬ د كال 2018م پاكستان به خپلواكه او باوقاره وي٬ تر كال 2050م پاكستان د نړۍ لوي معيشت جوړول زمونږ هدف دے۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار

لاهور 26 دسمبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د هندي وزيراعظم لخوا د پاكستان دوره د هركلي وړ ده٬ دې سره به د پاكستان او د هند اړيكې ښې شي٬ د كال 2015م پاكستان د كال 2013م د پاكستان نه ډېر ښه دے٬ د كال 2018م پاكستان به خپلواكه او باوقاره وي٬ تر كال 2050 پاكستان د نړۍ لوي معيشت جوړول زمونږ هدف دے٬ حكومت د 10 زره 6 سوه مېګاواټه برېښنا په پروژو كار كوي٬ د توان دا پروژې به په كال 2018م كښې ترسره شي۔ د خالي په ورځ د اېف بي آر د تربيې كورس ترسره كوونكو افسرانو پاسنګ آؤټ دستورې ته د وېنا كولو او خبريالانو سره په خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ووئيل چې د اوسني حكومت نه وړاندې پاكستان د ديواليه ګرځولو تيارې شوې وې٬ په نړيواله كچه د پاكستان معاشي رېټنګ منفي شوې و او سرمايه كار پاكستان ته نه راتلل۔ ده ووئيل چې نن 22 نړيوالې معاشي ادارې د پاكستان معاشي بهتري مني او معاشي اعشارئې په مثبت پلو روانې دي۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د زر مبادله پانګې 21 اربه ډالرو ته رسول د اوسني حكومت كارنامه ده كومې چې په تېر وخت كښې يوازې 8.5 اربه ډالر پاتې شوې وې۔ د خزانې وفاقي وزير د كورس ګډون كوونكو ته په پاې كښې اسناد هم وركړل۔