
ګلګت ۔20 اګست(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حاجی ګلبر خان په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 12 مه غونډه وشوه۔ صوبائی وزيرانو ، د وزیراعلیٰ صلاحكار ، د ګلګت بلتستان چيف سېكرتري ٬ آئي جي پوليس ګلګت بلتستان او د صوبائي محكمو انتظامي سېكترانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د غونډ په پېل كښې تھور دیامر ته نزدې د مزدا ګاډي پېښې او د اوسنيو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په حق رسېدليو له فاتحه خواني وكړې شوه۔ د ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی ډي جي شجاع عالم په ګلګت بلتستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب د لاسه د شوو زيانونو او د صوبائي حكومت لخوا د بحالۍ اقداماتو په اړه بريفنګ كښې ووئيل په جولائي او اګست كښې د طوفاني بارانونو او سختې ګرمۍ د لاسه ګلېشیرز ويلې شول چې له امله يۍ 23 ځايونه د سېلاب او 8 نور د دريابونو غاړې غورحېدو د لاسه وځپلے شوا۔ د دغې په نتيجه كښې د 157 كورونو په شمول 17 رابطه پلونو ته سخت زيان ورسېد۔ صوبائی حکومت په سمدستي توګه د بحالۍ او ريليف اقدامات لاندې د ایډیشنل چیف سېكرترې برقیات کېپټن (ر) مشتاق احمد په مشرۍ كښې په بېړني بنيادونو د اېمرجنسي وركس تصديق او منظورۍ لپاره سکروټنی کمېټي جوړه كړه۔د كمېټۍ به غونډه كښې په مجموعي توګه د 924 ملین په لګښت 200 ایمرجنسی ورکس منصوبې وړاندې كړې شوې په كومو كښې چې د 220 ملین 76 منصوبو فوري منظوري وركړې شوې ۔ په استور ضلع كښې د باران دلاسه ځپلې شوو سيمو كښې د بحالۍ اقدامات سره سره د مړو شوو كسانو وراثانو له د معاوضې هم اعلان كړې شوې۔ د كابينې په غونډه كښې په عطا آباد هنزہ كښی د 54 مېګاواټ هائيډرو پاور منصوبې لپاره د زمكې مختص كولو له د كمېټۍ منظوري لازمي وګرځولې شوه۔ د كابينې په غونډه كښې د هېلتھ څانګې ای پی آئی ملازمینو مستقلي او د سركاري ملازمينو په طبي بنيادونو د تبادلې معامله كمېټۍ ته وسپارلې شوه۔ د كابينې په غونډه كښې خنجراب بارډر تجارتی او سفری مقصد لپاره ټول كال فعاله ساتلو له اېف ډبلیو او او اېن اېل سی ته د زمكې وركولو او رېشم باغ سکردو كښې ګرین ټوارزم ته کولډ سټورېج لپاره د لوظنامې منظوري د كمېټۍ منظورۍ سره مشروط كړې شوه۔