کوئټه۔ 20 اګست (اے پی پی) د پاکستان انټرنېشنل ایئر لائنز(پی آئی اے ) بلوچستان جي اېم عبدالغفار میاں خېل د پی آئی اے سېلز منېجر محمد لودھی سره د نوحصار ټرېولز اېنډ پرائیوېټ لمېټډ دفتر دوره وكړه۔ په دې موقع د نوحصار ټرېولز اېنډ پرائیوېټ لمېټډ چیف اېګزېکټو آفیسر میروائس خان اچکزئی د دوئي هركلے وكړو۔ د پاکستان انټرنېشنل ایئر لائنز(پی آئی اے ) بلوچستان جي اېم عبدالغفار میاں خیل ووئيل قامي او نجي ائير لائنز اولس ته سفري آسانۍ وړاندې كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز لخوا خپلو مسافرو لپاره سفر لا آسانولې شي او اولس نن هم په پي آئي اے بشپړ باور لري ولې چې د پي آئي اے عمله په بشپړه توګه تربيه شوې او ښكلي اخلاق لري۔