پاك پوځ د ترهګرو په ضد عملياتو كښې د ډي سي پنجګور وژونكي خپل انجام سره مخ كړل: د سندھ وزيراعلی

کراچۍ۔ 20 اګست (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه په مستونګ كښې د ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشن كولو باندې پاك پوځ له مباركي وركړې ۔ په جاري شوې اعلاميه كښې ده ووئيل پاك پوځ انټېلیجنس بېسډ آپرېشن كښې د ډي سي پنجګور وژونكي خپل انجام سره مخ كړل۔ وزيراعلی ووئيل د پاك پوځ صلاحيتونه د ستائنې وړ دي۔ سید مراد علی شاہ ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي په دې سيمه كښې به ډېر زر د امن وضعه بحال شي۔