کوئټه۔ 20 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير میرضیاء اللہ لانګو په ګرده صوبه كښې د روانې ترهګرۍ او نورو جرمونو په اړه بشپړ رپورټ غوښتے دے۔ په دې لړ كښې صوبائي وزير مير ضياﺀ الله د كورنيو چارو اېډيشنل سېكرټري ته مراسله استولې چې هغه آئي جي پوليس څخه په دې اړه رپورټ غوښتے دے۔ د مراسلې له مخې 10 اګست څخه تر 15 اګست د ترهګرۍ رامخې ته شوو پېښو په شمول د وژنو او نورو سنګينو جرمونو رپورټ دې وړاندې كړے شي۔ په مراسله كښ وئيلې شوي د سېف سټي پروجېكټ په مد كښې د بلوچستان حكومت اربونه روپۍ وركوي٬ د سېف سټي كېمرو په مرسته تر دې دمه د نيولے شوو ورانكارو او جرائمو پېښو كښې د وګړو تفصيلات دې وړاندې كړې شي۔ دغسې د هرې يوې پېښې تفصيلات دې د ځاے ٬ وخت او نېټې سره وړاندې كړې شي۔ دې سره سره دې په پېښو كښې د مړو او ژوبل شوو شمېره هم ذكر كړې شي۔