اېبټ آباد ۔ 20 اګست (اے پی پی) د اېبټ آباد په نتھیاګلی سيمه كښې د يو موټر ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان ژوبل شوي۔ د رېسكيو 1122 اېبټ آباد وياند له مخې كنټرول روم ته اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو طبي ډله په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته ورسېده۔ د پېښې په نتيجه كښې درې كسان 34 كلن سهېل ٬ 26 كلن امین او 27 كلن روحېب حېدر ژوبل شوي۔ د ریسکیو طبي ډلې ژوبل شوي ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو سول هسپتال نتھياګلي ته منتقل كړل