د خېبرپښتونخوا د صحت وزير د باچا خان انټرنېشنل ايئرپورټ دوره، د مسافرو د سکريننګ څارنه ئې وكړه

پېښور 20 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د روغتيا وزير سيد قاسم علي شاه د شپې ناوخته د باچا خان انټرنيشنل ايئرپورټ دوره وكړه۔په دې موقع اېم اين اے ارباب شيرعلي او ډائريکټر پبلك هيلتھ پشمول اړوند كسان ده سره ملګري وو۔د بارډر هيلتھ سروسز انچارج د باچا خان انټرنيشنل ايئرپورټ ډاکټر فريض الدين د صحت وزير له د مسافرو د سکريننګ په اړه بريفنګ وركړو۔ د صحت وزير د راتلونكو مسافرو سکريننګ پخپله معائنه وكړه۔ده د اېم (منکي) پاکس د ممکنه خپريدو مخ نيوي لپاره په سکريننګ زور راوړو، ده ووئېل په پوله او هوائي ميدان راغلي مسافر دې د سکريننګ عملې سره مرسته وكړي، خېبر پښتونخوا د کووډ غوندې د دويمي وباﺀ متحمل كيدې نشي۔