استنبول 14 جون (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې په كډوالو كېدونكې خرڅ به زيان نه بلكې ګټه ثابته شي۔ د خبر له مخې د استنبول په خليج كنوېنشن سنټر كښې د صنعتكارو او كاروباري كسانو د اېسوسي اېشن د روژه ماتي دستورې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې په عراق٬ سوريه٬ فلسطين او ميانمار كښې هره ورځ بې ګناه انسانان قتلېږي۔ ده ووئيل چې بې ګناه خلق ځپل ځان بچ كولو لپاره په بېلا بېلو هېوادونو كښې پناه اخلي او په سختو حالاتو كښې ژوند تېروي