د بلوچستان وزيراعلی سيلاب كښې د ګيرې كورنۍ په زر تر زره ريسكيو كولو ایکسکیویټر ډرائیور ته شاباسے او نغد انعام

کوئټه۔ 19 اګست (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی د سيلاب په چپه كښې د ګېرې شوې كورنۍ په زر تر زره ريسكيو كولو ايكسكيويټر ډرائيور ته شاباسي وركولو سره هغه لپاره نغد انعام هم اعلان كړو۔ د وزيراعلی وېنا وه چې ډرائيور د زړورتيا په څرګندونه كولو د مېرمنو او كوچنيانو ژوند بچ كړو او د خدمت خلق يو اعلی مثال يۍ قائم كړو۔ ده ووئيل اخلاص سره د ټولنې خذمت كوؤنكي زمونږ حقيقي اتلان دي۔ دغسې بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د رېسكيو كونكې اېكسكيويټر ډرائيور ته د تعريفي سند او نغد انعام وركولو اعلان هم وكړو۔