
کوئټه۔ 19 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياﺀ الله لانګو وئيلي دي د صوبې د وروستو پاتې كيدو ذمه وار هغه څو مفاد پرست كسان دي كوم چې د قلم په ځائے د ټوپك راغستو تلقين كوي ٬ ځوانان دې د ټوپك په ځائے قلم خپل طاقت جوړ كړي٬ د دروغو او كركې سياست كوؤنكي تل ماتې خوري٬ مونږ له به خپلو كښې يو بل سره ورورولي او مينه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل بيان كښې وكړه۔ میر ضیاء اللہ لانګو ووئيل په كوم هم هېواد يا قام كښې صلاحيت لرونكي ځوانان د دغه هېواد او قام قيمتي اثاثه او د وياړ وړ سرمايه وي۔ ځوانان دې قلم راغستل خپل طاقت جوړ كړي۔ ده ووئيل د بده مرغه د بلوچستان د وروستو پاتې كيدو ذمه وار هغه څو مفاد پرست كسان دي كوم چې د قلم په ځائے د ټوپك تلقين وےكوي۔ ده ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې ځوانان دې د اړي ګړي رامخې ته كولو او د نفرت خپرولو سياست رد كولو سره په جمهوري ډول د صوبې په پرمختګ او سوكالۍ كښې برخه واخلي٬ د دروغو او كركې سياست كوؤنكي تل ماتې خوري۔ ده ووئيل د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز احمد بګټي په مشرۍ كښې د موجوده حكومت تر ټولو لومړۍ پام لرنه زده كړو او د لوبو مېدانونه آبادولو ته ده۔ د زده كړو په څانګه كښې د انقلابي ګامونو پورته كولو مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل بلوچستان د بېلو قامونو يوه ګلدسته ده٬ مونږ له به يو بل سره په ورورولۍ او مينه پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل په راتلونكې وخت كښې به ځوانان د هېواد واګې په خپلو لاسو كښې اخلي۔ ده ووئيل د ځوانانو په مرسته به بلوچستان نور مخ په وړاندې لاړ شي او د بلوچستان د پرمختګ خوب به ريښتيا شي