پېښور ۔ 19 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ځورونې مخنيوي صوبائي محتسبې رخشنده ناز وئيلي دي په خيبر پښتونخوا كښې د كار په ځايونو كښې د ځورونې پېښو شرح نزدې 80 فيصد څخه زياته ده په كومو كښې چې د مېرمنو سره سره د سړو شكايتونه هم شامل دي۔ دې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د رپورټ كېدونكو پېښو شمېره اصل څخه زياته ده ولې چې د صوبې ګڼ شمېر ټولنو كښې مېرمنې خپل عزت برقرار ساتلو لپاره نه يوازې دا چې د ځورونې خبره پټوي بلكې زياتره مېرمنې په دې اړه پوهه هم نه لري٬ دغسې هغوي د ځورونې په مفهوم هم نه پوهېږي۔ په پاكستان كښې له كال 2010 راهېسې د هراسمنټ مخ نيوي قانون موجود دے٬ په خېبر پښتونخوا كښې دا قانون په كال 2018 كښې راغلے او په 2019 كښې صوبائي محتسب اداره جوړه شوه۔ د هراسمنټ مسئلې دا اداره حل كوي۔ رخشندہ ناز ووئيل د ځورونې زياتره شكايتونه د روغتيا او زده كړو څانګو لخوا راځي ولې چې دغلته د مېرمنو ملازمينو شمېره زياته ده۔ دې ووئيل صوبائي محتسب ته 59 سائبر هراسمنټ كېسونه رپورټ شول كوم چې مونږ اېف آئي اے سائبر كرائم ونګ ته رېفر كړل۔ په سوشل ميډيا د هراسمنټ شكايتونه زيات راځي٬ د عكس يا وډيو د لارې بلېك مېلنګ كيږي او يا په مسنجر غېر اخلاقي پېغامونه استولې شي۔ دې د خېبر پښتونخوا ټولو مېرمنو ته په فېس بك د صوبائي محتسب سېکرټرېټ د جنسي ځورونې مخنيوي په نوم جوړ كړي پېج كښې د ګډون كولو بلنه وركولو سره ووئيل كه څوك په څه هم وځورولې شي نو هغه دې پېج څخه لارښودنه ترلاسه كولې شي۔