پېښور 19 اګست (اے پي پي) پېښور كښې د صحت صوبائي محكمې صوبې ته د بهر هېوادونو څخه راتلونكو د منكي پاكس شكمنو رنځورانو لپاره حفاظتي اقدامات ټېنګ كړي او په هوائي مېدان اته ډاكټران او 8 ټيكنيشنز تعينات كړې شوي٬ دغسې چې د شكمنو كسانو په سمدستي توګه جانچ پړتال او درملنه ممكن كړې شي۔ په پوليس سروسز روغتون كښې يو آئسوليشن وارډ هم جوړ كړے شوے چرته چې به شكمن رنځوان ساتلے شي۔ د صحت محكمې په ټولو حفاظتي تدابير عملدرامد باوري كولو لپاره هدايات جاري كړې۔ د صحت صوبائي سيكرټري په دې موقع ووئيل د صوبې په نورو ضلعو كښې به هم آئسوليشن وارډز زر فعاله كړې شي او اولس ته به هر ممكن سهولت وركولې شي۔