
پېښور 19 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي قبائلي اولس هېواد او قام لپاره د قدر وړ خدمات تر سره كړي٬ د قبائيلي اولس محرومۍ به ختمولې شي٬ د فاټا انضمام نه وروستو ډېرې پيچيدګۍ او مسئلې رامخې ته دي، بايد ټاملي اولسي منتخب نمائندګان اولس ته د ورمخې ته مسئلو حل له كردار ولوبوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې د خېبر ضلع كوكي خېل قبائل پلاوي سره په خبرو كښې وكړه ۔ په پلاوي كښې د پاكستان پيپلز پارټي PK-70 كانديد ملك واحد شاہ ، ملك ناھيد شاہ، خان محمد او د ثناءاللہ پشمول نور مشران هم شامل وو۔ د پلاوي مشرانو ګورنر د كوكي خېل قبائلو ځپليو ته د ورمخې ته مسئلو نه خبر كړو۔ په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل قبائلي اولس هېواد او قام لپاره د قدر وړ خدمات تر سره كړي٬ د قبائيلي اولس محرومۍ به ختموٶ٬ د فاټا انضمام نه وروستو ډېرې پيچيدګۍ او مسئلې رامخې ته دي، بايد ټاكلي اولسي نمائندګان اولس ته د ورمخې ته مسئلو حل كښې كردار ولوبوي۔