د سندھ وزيراعلی په پير جو ګوټھ كښې د پيو څښلو د لاسه د 6 كسانو په حق رسيدو پيښې نوټس٬ پلټنې كولو سره د بشپړ رپورټ وړاندے كولو هدايت

کراچی۔ 19 اګست (اے پی پی) د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ په پیر جو ګوټھ كښې د پيو څښلو دلاسه د دوه ماشومانو په شمول د 6 كسان په حق رسېدو پېښې نوټس اخستلو سره كمشنر او ډي آئي جي سكھر ته پلټنې كولو سره د بشپړ رپورټ وړاندې كولو هدايت كړے دے۔ د سي اېم هاؤس لخوا په جاري شوي بيان كښې وزيراعلی په جو ګوټھ كښې په رامخې ته شوې پېښه د زيات افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پلټنې دې بېلو جهتونو څخه وكړې چې دا پۍ زهرجن څنګه شؤ٬ دا له كومې ځايې راوړلې شؤ٬ په دې لړ كښې دې غفلت او دښمني هم تر نظر لاندې ونيولې شي۔ وزیراعلیٰ اړوندو چارواكو ته ځپلې كورنۍ سره د هر ډول مرستې كولو هدايت هم وكړو۔