
كراچۍ 18 اګست (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه څخه په صوبه كښې د روانو بارانونو له امله په شوې زيان او د صوبائي حكومت د اړخه په پورته شوې اقداماتو تفصيلي رپورټ غوښتلې دے۔د سيل بلاول هاؤس ميډيا د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پي پي پي چيئرمېن د سندھ په بيلو سيمو كښې روانو بارانونو او د هغې له ا مله په شوې زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ده د سندھ وزيراعليٰ ته سپارښتنه وكړه چې د سكھر، لاړكانه او خېرپور پشمول صوبه كښې د شوې زيان او د مرستې هلو ځلو په اړه تفصيلي رپورټ وړاندې كړي۔