د بلوچستان ګڼو ضلعو كښې د راروانو درې ورځو په مهال د بارانونو سلسله روانه پاتې كيدو امکان دے۔پي ډي اېم اے

کوئټه 17 اګست (اے پي پي) د بلوچستان ګڼو ضلعو كښې د راروانو درې ورځو په مهال د بارانونو سلسله روانه پاتې كيدو امکان دے۔د پي ډي اېم اے له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال خضدار، لورالائي، سبي، ژوب، مسلم باغ كښې باران شوے، لورالائي كښې 16، سبي كښې 13، خضدار كښې 6، مسلم باغ كښې 3 او ژوب كښې 2 ملي ميټر باران شوې۔وياند ووئيل زيارت، بارکھان، کوهلو، نصير آباد، جھل مګسي، جعفر آباد او اوسته محمد كښې باران شوې دغسې د راروانو 24 ساعتونو په مهال ژوب، بارکھان، زيارت، لورالائي، هرنائي، سبي، قلات، خضدار، جعفر آباد كښې به د بارانونو سلسله راروانو دوه نه تر درې ورځو روانه وي۔