کوئټه 17 اګست (اے پي پي) د جماعت اسلامي بلوچستان امير مولانا عبدالحق هاشمي د صوبائي مجلس شوريٰ و امرائے اضلاع شريكه غونډه په 20 اګست سهار لس بجے کوئټه كښې راوبللے شوه۔په غونډه كښې به مرکزي امير حافظ نعيم الرحمٰن ، مرکزي سيکرټري جنرل امير العظيم او نائب امير اسامه رضي په خاص توګه ګډون كوي۔د بلوچستان د جماعت اسلامي وياند بيان له مخې په غونډه كښې به د شوريٰ غړي ، د ضلعو اميرانو سره سره ضلعي و زونل ذمه داران هم ګډون كوي۔په غونډه كښې به په پريكړو عمل درآمد ، مشاورت ، رپورټس سيشن سره سره د بلوچستان په سياسي صورتحال غور ، د جماعت اسلامي په تګلاره او مرکزي مهم پشمول د سباؤن په تګلاره تجاويز ٬ مشاورت او پريكړې كولے شي۔