د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ايران او عراق ته د تلونكو زائرينو د بس په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 16اګست(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ډېره اسماعيل خان نه ايران او عراق ته د تلونكو زائرينو د بس په پېښه د افسوس څرګندونه كړی۔ګورنر په پېښه كښې د دوو زائرينو په حق رسېدو د غم دړد څرګندونه كولو سره په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د يووالي څرګندونه ېي كړې۔ده په حق رسېدلو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره ېي د زغم دعا كړې ۔دغسې ګورنر د بس په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده