د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر د صوبائي وزير شكيل خان د استعفٰی په معامله اپوزېشن غړې د خبرې كولو څخه منع كړه

پېښور 16اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر د صوبائي وزير شكيل خان استعفٰی په اړه اپوزېشن غړې د خبرې كولو څخه منع كړه۔د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال كله چې د مسلم ليګ(ن)غړې صوبيه شاهد ووئيل صوبائي وزير شكيل خان تر 11 كاله د دې ايوان برخه پاتې شوے۔هغه د پي ټي آئي په تېر حكومت دور كښې هم استعفٰی وركړی وه ٬ دا د هغه د ايماندارۍ ثبوت دے ٬ دې ووئېل د به مرغه چې كوم خلق كرپشن نه كوي هغه د كابينې څخه ويستلے كېږي۔په دې موقع سپيكر ووئيل دا د كوند مسئله ده غېر ضروري موضوع باندې بحث نه دے پكار كله چې وخت راشي بيا به په دې معامله خبره وكړی٬ په دې صوبيه شاهد غلې شوه۔