
پېښور ۔ 16 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وزيراعلی هاؤس څخه ترلاسه شوې د صوبائي وزير شكيل احمد خان د ډي نوټيفائي كولو سمري لاس ليك كړه۔ د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې فېصل كريم كنډي ووئيل كوم كس چې د صوبائي حكومت كرپشن په ډاګه كړو تحريك انصاف د هغه په ضد كارروائي كولو كښې هغه د كابينې څخه بهر كړو۔ ګورنر ووئيل په صوبه كښې د كرپشن ريكارډز ماتولې شي٬ د پوسټنګ ټرانسفر بيعه مقرر ده ٬ تحريك انصاف د خپل كرپشن تحفظ لپاره د احتساب اداره ختمه كړه٬ كرپشن د صوبائي حكومت مشن او مقصد دے ٬ په دې لاره كښې خنډ جوړېدونكي له لارې اخوا كولې شي۔ ده زياته كړه چې كله شكيل خان چارج شيټ وړاندې كړو٬ نو حق خو دا وه چې وزيراعلی استعفي وړاندې كړې وه٬ خبره دا ده چې د كرپشن چارج شيټ د وزيراعلی خلاف دے ٬ بايد هغه استعفی ورګرې وه خو هغه د قربانۍ ګډورے شكيل وګرځوو۔