پېښور 16اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د هېواد ترلاسه كولو كښې د نيمې وچې مسلمانانو او په خاص توګه د بابړې پېښې پښتنو قربانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره قرارداد په متفقه توګه منظور كړے دے ۔د جمعې په ورځ د مخالفې ډلې او حكومت د اړخه د پي پي غړي احمد كنډي شريك قرارداد وړاندې كولو كښې ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو د پاكستان ترلاسه كولو لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې٬د نيمې وچې مسلمانانو او په خاص توګه د بابړې پښتنو ډېر تكليفونه برداشت كړي چې پكښې دا پیښه تر ټولو لويه ده كومه چې د غندنې وړ ده۔ د پاكستان جوړېدو نه تراوسه هم اولس د رائے څرګندونې آزادۍ٬انجمن سازۍ او بنيادي حقونو څخه محروم دے۔دا اسمبلي د رياست او د رياستي ادارو څخه غوښتنه كوي چې آئيني ادارې دې په خپل حدود كښې دننه خپل فرض ترسره كړي او د وګړو د ځان او مال٬جمهوري او د رائے اظهار آزادۍ ځورولو څخه دې ډډه وكړي۔دغسې د آئين په اړوندو شقونو دې عمل وكړے شي چې هېواد پرمختګ پلو روان شي۔د دې نه پس ايوان په متفقه توګه د قرارداد منظوري وركړه۔