د شكيل خان ډي نوټيفائي كولو سمري ګورنر ته لېږلې شوې ۔علي امين ګنډا پور

پېښور 16اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور وئېلي دي د شكيل خان تراوسه تحريري استعفٰی نه ده ترلاسه شوې ٬خو د كمېټۍ په سفارش د هغه ډي نوټيفائي كولو سمري وړاندې لېږلې شوې۔مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په دې اړه د جوړې كړی كمېټۍ رپورټ پرون سهار ترلاسه شوے چې پكښې شكيل خان د كابينې څخه د اخوا كولو سفارش شوے ۔ده ووئيل د شكيل خان ډي نوټيفائي كولو سمري ګورنر ته لېږلې شوې ۔