پیښور 16اګست(اے پی پی)خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو بارانونو په نتيجه كښې 64 كسان مړه شوي۔د پي ډي اېم اے لخوا د جولائي وړومبۍ نېټې څخه تراوسه خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله د شوي ځاني او مالي زيان پورټ جاري كړے شو۔د رپورټ له مخې په خېبرپښتونخوا كښې د وړومبۍ جولائي څخه تراوسه د بارانونو په مهال 64 كسان په حق رسېدلي۔د پي ډي اېم اے وياند ووئېل د باران په مهال بېلو پیښو كښې 112 كسان ژوبل شوي۔په مجموعي توګه 779 كورونو ته په جزوي او 217 ته په بشپړه توكه زيان رسېدلے۔دغسې د بارانونو له امله په چترال كښې تر 30 اګست ايمرجنسي نافذ كړی شوې۔