
كوئټه 16اګست(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره په روس كښې تعينات د پاكستان سفير مير محمد خالد جمالي ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې په رامخې ته كېدونكو سياسي٬معاشي بدلونونو٬د آسيائي هېوادونو ترمينځه پرمختګ او د مرستې په نوي امكانات او اقتصادي پرمختګ او سيمه ايز روابط زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئېل د پاكستان او روس اړيكو د سباؤن لپاره هليه مند يم۔ده ووئيل د كوئټې نه تر تفتان رېلوے ټريك بحالۍ كښې د روسيې خوښي خوشبينه ده ٬ دې څخه به تر پراخه تجارت٬سرمايه كارۍ او د اولس ترمينځه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ګورنر مندوخيل ووئېل مونږ د خپلو قامونو او راتلونكو نسلونو روښانه سباؤن لپاره د مرستې او اشتراك طاقت كارولو لپاره عزم لرو۔