
كوئټه 16اګست(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د پاكستان وګړو كه په اكثريت كښې وي يا اقليت ټول د رنګ٬نسل او عقيدې نه يو خوا د يو برابر احترام مستحق دي٬مونږ خپل مينځ كښې متحد او يو كېدو سره يو داسې صحت مندانه ټولنه جوړولې شو كومه چې پراختيا ته فوقيت وركوي او شراكتدارۍ ته وده وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي خليل جارج په مشرۍ كښې د مسيحي ورورورلۍ پلاوي سره په خبرو كښې وكړه ۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر د پاكستان آئين په تناظر كښې ټولو اقليتونو ته د يو ډول موقعو او آسانۍ باوري كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ګورنر مندوخيل ووئېل مونږ ټولو له د مذهبونو همغږۍ په خاطر هغه دستورو او اقدامامات كښې فعاله برخه اخستل پكار دي كوم چې شريك افهام٬روادارۍ او يو بل سره په سوله ايز ډول پاتې كېدو له وده وركوي۔ده دا خبره باوري كولو سره ووئېل هر چاته د پرمختګ منزل كښې د برخې اچولو يو برابر موقعې ترلاسه كېدل پكار دي۔