د شکیل خان خلاف د بدعنوانۍ او بدانتظامۍ شكايتونه راغلې ۔ محمد علی سېف

پېښور 16 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار بیرسټر محمد علی سېف وئيلي دي د شکیل خان په خلاف د بدعنوانۍ او بدانتظامۍ شكايتونه راغلې وو ،وزیراعلیٰ هغه ډي نوټیفائي کولو له سمري ګورنر ته لېږلې وه ۔پېښور كښې پرېس کنفرنس کښې د اطلاعات صلاحكار بیرسټر سېف ووئيل شکیل خان د پي ټي آئي په ټكټ ټاكے كېدو نه پس صوبائی وزیر جوړ شوے ؤ،د پي ټي آئي باني د شکیل خان په خلاف شكايتونو په اړه په شاہ فرمان او قاضی انور مشتمله کمېټي جوړه كړې د كومې په سفارشات چې د شکیل خان د ډي نوټیفائی کولو سمری لېږلې شوې۔ ده وئېل كه شکیل خان استعفیٰ وركړې وه نو د ډي نوټیفائي کولو حاجت به نه ؤ ،اوس دا د كمېټۍ استحقاق دے چې كله به ثبوت راوړاندې كوي۔بیرسټر سېف ووئيل د پي ټي آئي باني په سپارښتنه په چا چې هم د كرپشن تور وي د هغه به پلټنې كولې شي،دا كمېټي د حکومت نه اخوا د ګوند په كچه پلټنې كولې شي،كه د وزیراعلی په ضد هم شكايت وي نو پلټنې به كولې شي۔