پېښور 16 اګست (اے پی پی) اېس اېس آپرېشنز پېښور کاشف ذوالفقار د لېډي ريډنګ هسپتال (اېل آر اېچ) دوره وكړه او دغلته يې په ورسك روډ پوليس وېن ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې موقع نور پوليس افسران هم موجود وو۔ اېس اېس پی آپرېشنز کاشف ذوالفقار د روغتون انتظاميې ته ووئيل ژوبل شوو ته دې غوره طبي آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د ژوبل شوو اهلكارو حالت د خطر څخه بهر دے۔