پېښور 16 اګست (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې په 2024 كښې وړومبے د منكي پاكس كيس مردان څخه كنفرم شوے۔د خېبر پښتونخوا د صحت محكمې له مخې رنځور كښې معمولي علامات څرګند شوي ٬ هغه په كور قرنطينه كړے شوے، د رنځور كنټيكټ ټريسنګ روان دے، چا چا سره سره چې ده ملاقات كړے د هغوي هم تشخيص كېږي،منكي پاكس رنځورانو لپاره آئسوليشن وارډز جوړ كړے شوي ،د هوائي ميدان پشمول په نړيوال بارډز د هيلتھ ډلي تعينات كړې شوي۔د خېبرپښتونخوا د صحت محكمې له مخې اړوندې ډلي په حساس ځايونو فعاله كړې شوي ٬ بهر هېوادونو څخه د راتلونكو او تلونكو د ټولو شكمنو مسافرو تشخيص كيږي،د روغتيا نړيوالې ادارې په دې لړ كښې ايمرجنسي هم ډكلئير كړې۔د خېبر پښتونخوا صحت محكمې چارواكو له مخې د صحت محكمه د منكي پاكس وبا مخنيوي لپاره د دې سرويلنس او مخنيوي اقدامات ته پام لرنه كوي۔دا خبره دې ياده وي چې 2022 نه تر اوسه خېبر پښتونخوا كښې د منكي پاكس 3 كيسونه كنفرم شوي دي ۔