
پېښور 16 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په ورسك روډ د پوليس په موبائل د شوي بريد نوټس اغستلو سره رپورټ وغوښتو۔د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په خپل بيان كښې په پوليس وېن ترسره شوي بريد د افسوس څرګندونه كولو سره ژوبل كسانو له د ښو طبي آسانيو د وركولو سپارښته وكړه۔ده د پوليس چارواكو څخه د پېښې په سمدستي توګه رپورټ غوښتلو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندوندونه وكړه۔دا خبره دې ياده وي د پېښور په ورسك روډ د پوليس په موبائل د بريد په نتيجه كښې د دوو پوليس اهلكارو پشمول 5 كسان ژوبل شوي دي۔