كوئټه 15اګست (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د بنجګور شهيد ډپټي كمشنر ذاكر بلوچ لپاره د ستاره شجاعت اعلان هركلي كولو سره وئېلي دي ذاكر بلوج تل د پاكستان بېرغ هسك كړے او د ترهه ګرو تنظيمونو په وړاندې لكه د اوسپنې ديوال ولاړ ؤ ۔ټول قام ذاكر بلوچ ته سلام كوي۔ده ووئيل د آزادۍ ورځې په موقع مونږ له د پاكستان لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكي شهيدان هېرول نه دي پكار چا چې په خپله وينه د هېواد خاوره ساتلې ده۔